روسیه د افغان سولې خبرو کوربتوب ته لېوالتیا لري


د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دي تر دا مهاله د بین الافغاني خبرو کوربه توب لپاره د روسیې له خوا هېڅ وړاندیز نه دی شوی خو روسیه د دغه خبرو کوربه توب ته لېوالتیا لري.

تر دې وړاندي د قطر، جرمني او ازبکستان په ګډون دولسو هېوادونو د افغان سولې خبرو کوربتوب ته وړاندیزونه لیږلي.

ټاکل شوې ډېر ژر د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو لومړی پړاو د قطر مرکز دوحه کې پیل شي.

  • 04 زمری 1399